خبرونهامنیت

کابل/ دسلواغی ۲۱مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا ځانګړې غونډه نن ماښام په ارګ کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین د تطبیق په اړه چې په دې وروستیو کې د هند له لوري افغانستان سره مرسته شوي، بحث او خبرې وشوې. د ملي امنیت شورا غونډې پرېکړه وکړه چې یاد واکسین به په لومړي پړاو کې اتلو امنیتي او دفاعي ځواکونو، د افغانستان طبي پرسونل او ټولو هغو اقشارو ته چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې قرار لري، تطبیق شي. جمهوررئیس غني لارښوونه وکړه، د ملي امنیت شورا مشاوریت دفتر تر مشرۍ لاندې دې د اړوندو ارګانونو کمېټه جوړه شي، ترڅو یاد واکسینونه د شفافې پروسې له لارې مستحقو کسانو ته تطبیق شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته