خبرونهامنیت

اتلس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل د وري ۱۳ باختر

اتلس وسله وال طالبان په  قندهار کې په هوايي بریدونو کې  ووژل شول.

پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه  په ارغنداب او ژېړي ولسوالیو کې  بریدونه وشول.

د راسېدلو خبرونو له مخې:  پر دغو وسله والو طالبانو له هوا او ځمکې هغه وخت بريدونه وشول چې پر امنيتي پوستو يې  دبريدونو نيت درلود.

د هېواد په جنوب کې اتل قول  اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  په دې هوايي  بریدونو کې ۱۸  وسله وال طالبان ووژل شول.

دغې قول اردو وویل ، وسله والو طالبانو غوښتل  په ژېړي او ارغنداب ولسوالیو کې  د پوځيانو پرامنيتي پوستود  بريدونه وکړي چې له هوا او حمکې پرې بريدونه وشول.

د یوبل خبرله مخې: پوځيانو د قندهار له ګڼ ميشتو لاروو څخه  د ۱۲۰ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یو لړچاودنو مخه ونیوله.

د دغو ماینونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نیول شوي، خو امنیتي سرچېنې وسله وال طالبان د دغو ماینونو د ښخولو عامل بولي .

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

.پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته