سیاستخبرونهامنیتTOP

په اسلام آباد کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان کابل ته راوغوښتل شول

کابل/ د چنګاښ ۲۷مه/ باختر

په پاکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر د لور د اختطاف په دوام د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رهبرۍ په پاکستان کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان د هغوی د بشپړ امنیت خوندیتوب، د تهدیدونو تر رفع کیدلو، د اختطافچیانو تر نیول کیدلو او محاکمه کیدلو پورې کابل ته راوغوښتل.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې یو پلاوی د وروستۍ قضیې او پدې پوري د اړوندو مسائلو د څیړلو او تعقیب په موخه پاکستان ته سفر وکړي چې د پلاوي د موندنو په رڼا کې به د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته