امنیت

د خپلواکۍ د ورځې او دکوچني اختر په مناسبت د حامدکرزي په نامه کابل ته د مبارکۍ پیغامونه را رسیدلي دي

کابل باختر دزمري مياشتې ٢٩ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۹۴ یمې کالیزې په مناسبت کابل ته  د مبارکۍ  پیغام  رالیږل شوی دی.
د ترکمنستان جمهوررئیس په دغه پیغام کې د ډیرو ښو مبارکیو د څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان خلکو ته د سوکالۍ او نیکمرغۍ هیله هم  کړې ده.
همدا راز دنيکمرغه  کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په نامه د ترکیې د جمهوررئیس عبدالله ګل، د اردن د شاهي هېواد د باچا دوهم عبدالله، د الجزایر د خلکو د دیموکراتیک جمهوریت د جمهوررئیس عبدالعزیز بوتفلیقه او د فلیپین هېواد د جمهوررئیس بینیګنو اکینو لخوا د مبارکۍ  پیغامونه را رسیدلي دي.
په دغو پیغامونوکې جمهوررئیس حامدکرزي ته د روغتیا او افغان ولس ته د سوکالۍ او آرامۍ هیله شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته