ټولنه

په قندهار کې پر مالدارانو د څارويو واښه وويشل شول

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
په قندهار ولايت کې پر سلګونو تنو مالدارانو د څارويو واښه وويشل شول.
دغه واښه د مرستندويو بنسټونو له خوا برابر شوي او دقندهار ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست له لارې دشورابګ او نېش د ولسواليو پر مالدارانو وويشل شول.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي
چې د قندهار ولايت پر مالدارانو د څارويو لپاره د واښه د ويشلو بهيردوام لري.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته