سیاست

سترجنرال عبدالرشيد دوستم د کندز، سرپل او فارياب د ولايتونو له مشرانوسره په کتنه کې له دولت سره د هغوى د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه

کابل باختر دثور دمياشتې  ٢٨ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  پرون  دکندز  ، سرپل  اوفارياب دولايتونو  له يوشمېر مشرانو، مخورو او سپين ږيرو او په ملي شورا کې د دغو ولايتونو له  استازو سره  په جلاجلا توګه وکتل او له هغوى سره يې په هېوادکې د روانو حالاتو  او د دغه ولايتونو د ستونزو د حل کولو په باب خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو کتنوکې د جمهوري رياست لومړي مرستيال يادونه وکړه چې په هېوادکې اوسنۍ ستونزې په هغوکمو پاملرنوکې جرړې لري چې په تيرو وختونوکې شوې دي او اوس بايد موږ ورسره مقابله وکړو.
ده څرګنده کړه چې په هېوادکې د امنيت تامينول موږ ته زيات ارزښت لري؛ له  همدې امله زه له عالمانو، مشرانو، مخورو او سپين ږيرو څخه غواړم چې له دولت سره په همکارۍ کې دې په هېوادکې د سولې او ثبات د تامينولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي.
په دغو کتنوکې څو تنو برخه والو مشرانو خبرې وکړې او خپلې ستونزې يې طرحه کړې او له دولت څخه يې وغوښتل چې د دوى په سيموکې دامنيت  تامينولو مسئلې ته دې زياته پاملرنه وکړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال د دغو ولايتونو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوى  ټولې غوښتنې به حل شي .
د يوبل خبرله مخې:    
د جمهوري رياست لومړي مرستيال تېر ماښام د بلخ ولايت له يوشمېر استادانو، فرهنګيانو او ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې څو تنو برخه والو د هېواد په شمال کې د روان حالت له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د دوى په سيموکې امنيت له خطر سره مخامخ دى او که چيرې مخه يې ونه نيول شي؛ کيداى شي دولت ته په ستر ګواښ بدل شي .
دوى د هغو ځوانو کادرونو ځاى پرځاى کولو ته چې نوي د هېواد دلوړو زده کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي؛ اشاره وکړه او زياته يې کړه چې زياتره فارغان له خپل فراغت څخه تر څو کلونو پورې وزګار پاتې کيږي چې په دې موده کې خپلې زده کړې هيروي .
دوى د جمهوري رياست له لومړي مرستيال څخه وغوښتل چې په بېلابېلو وختوکې بهرنيوهېوادونوته د لوړو زده کړو د دوام لپاره د ځوانانو د استولو په برخه کې همکاري وکړي چې دغه ځوانان دخپل هېواد لپاره په تکړه کادرونو بدل شي .
په دې کتنه کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال ځوانان د هېواد وياړلي ځواکونه وبلل او زياته يې کړه: دا ځوانان دي چې په خپل فکر او ځواکمنۍ سره  د خپل هېواد نن او راتلوونکى جوړوي.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال ډاډ ورکړ چې له ځوانانوسره په ملاتړکې دى او دوى ته د خدمت په لاره کې به تل هلې حلې وکړي چې دوى وکولاى شي زده کړه وکړي او دخپل ګران هېواد د راتلوونکي جوړونکي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته