سیاستخبرونهTOP

د ا.ا.ا پلاوي د قطر د صدر اعظم له مرستیال او بهرنيو چارو وزير سره وکتل

کابل / د تلې ۱۷ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د قطر صدراعظم له مرستیال او د بهرنیوچارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آلثاني سره وکتل.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې محمد آلثاني پر دوستانه اړيکو، په افغانستان کې اقتصادي پروژو او يو لړ نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

آلثاني قطر ته د افغاني هيئت پر ورتګ او له نړيوالوسره پر کتو یې خوښي څرګنده کړه، هغه ډاډ ورکړ چې قطر له افغانستان سره همکاريو ته چمتو دی.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د قطر له همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکي کې یې پر لاښو اړیکو ټینګار وکړ.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته