امنیت

په کابل کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
د کابل پوليسو په تېرو دوو ورځو کې ٢١ تنه د جنايي جرمونو په اړوند د کابل په مربوطاتو کې نيولي دي.
باختر آژانس د کابل د امنيې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د جنايي جرمونو په تړاو د کابل له بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي.
خبرځاى زياته کړه: پر دغو کسانو د انسان تښتونې، غلا، د غيرقانوني وسلې د لېږدونې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى او له هغوى څخه څلور تومانچې او دوه غلا کړاى شوي موټر ترلاسه شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته