امنیت

په ننګرهارکې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
په ننګرهارکې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه.
په دغو مرستوکې خوراکي توکي شامل دي.
د ننګرهار د مهاجرينو د راستنولو چارو د ادارې مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې پړاوکې پر ۳۴۰  اړو کورنيو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
هغه وويل: دغه کسان د جګړې له امله بې ځايه شوې او له پاکستان څخه بېرته ستنې شوې کورنۍ دي چې بشري مرستې ته اړتيا لري.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته