فرهنګ

محمد طاهر زهير د عامه کتابتون د جوړېدو د سلمې کاليزې په مراسمو کې: که چېرې موږپه هېواد کې بدلون اوسمسورتيا غواړو بايد کتاب ولولواوکتاب ته رجوع وکړو

کابل /دکب ٢٤ / باختر
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رياست نن د عامه کتابتونونو د جوړېدو سلمه کاليزه ونمانځله .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهرزهير، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوشمېرمسوولينواورييسانو او يوشمېر فرهنګي شخصيتونوپه ګډون جوړه شوه په پيل کې د عامه کتابتونونو رييس حميد الله شهراني د عامه کتابتونونو د لرغونتيا په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل چې عامه کتابتون د مناسب ځاى او امکاناتو د نه لرلو په خاطر نه شي کولاى مينه والو ته معياري خدمتونه وړاندې کړي .
د عامه کتابتونونو رييس د ملي کتابتون د نوى ودانۍ د طرحې په اړه چې د يو ملي کتابتون په ښو معيارونوسره سمبال وي په تصويري ډول معلومات ورکړل او د دغې طرحې د تحقق په خاطر يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه .
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير په خپلو خبروکې د عامه کتابتون د تاسيس د سلمې کاليزې په مناسبت د افغانستان فرهنګيانو اوخلکوته مبارکي وويله او په افغانستان کې د عامه کتابتون د تاسيس په اړه يې معلومات ورکړل .
هغه وويل : له هغه وروسته چې په ١٢٩٨لمريز کال کې د هېواد خپلواکي ترلاسه شوه شاه امان الله خان په ١٢٩٩کال کې د خپل شخصي کتابتون له کتابونو په استفادې اوله خپلو دوستانو څخه د کتابونو په راټولولو سره په لومړى ځل په ارګ کې ملي کتابتون جوړ کړ.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: دغه راز د امان الله خان په دوره کې پراخ فرهنګي فعاليتونه پيل شول.
هغه زياته کړه : موږ معياري کتابتون نه لرو او معياري ملي کتابتون اودغه راز په دې لاره کې بنسټيز بدلون ته اړتيا لرو.
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه که چېرې موږ په هېواد کې پرمختګ او بدلون غواړو بايد کتاب مطالعه کړواو کتاب ته رجوع وکړو.
هغه د کتابتونونو، کتاب لوستلو او د فرهنګي فضا رواجولوته اشاره وکړه اود کتابتونونوچارو د تنظيم د مقررې په اړه چې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت چمتو کړې ده او ليکوالانواو خپرونکو ته زياتې اسانتياوې لري ، معلومات ورکړل.
دغه راز د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد له جمهوررييس څخه وغوښتل چې په هېواد کې د ملي کتابتون د جوړولو د طرحې د تحقق په برخه کې همکاري وکړي.
په دې غونډه کې استاد پرتونادري او استاد نجيب منلي هغوزيانونوته چې جګړو اوتېرو پېښو فرهنګي برخې په تېره بيا عامه کتابتون ته اړولي دي اشاره وکړه .
هغوى کتابتونونواو د کتاب لوستلوته پاملرنه په هېوادکې د فرهنګي کار له لومړيتوبونوڅخه وبلله او د کتابتونونو او کتاب لوستلو د پراختيا په موخه يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت او د حکومت د رهبرى پاملرنه وغوښته.
د يادونې وړ ده چې عامه کتابتونونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ٩٨ نمايندګيو کې څه ناڅه ٥٠٠زره عنوانه کتابونه لري .
دغه راز د عامه کتابتون رياست د کتابونو په تالارونو کې سل زره ټوکه کتابونه شته .او هره ورځ څه ناڅه ٢٠٠ تنه علاقمندان عامه کتابتون ته مراجعه کوي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته