امنیت

د کورنيو چارو له وزارت سره د ٤٩٢ زغره والو وسايطومرسته وشوه

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٤  :
امريکا نن د کورنيو چارو له وزارت سره  ٤٩٢ زغروالو وسايطو مرسته وکړه .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دکورنيو چارو وزارت تاميناتي معين مرتضى رحيمي د امريکا له متحده ايالاتو څخه د ٤٩٢ زغروالو وسايطو د ترلاسه کولو په اړوند وويل: د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري چې د روان کال په ژمي کې د ملي پوليسو ځواکونه د پرمختللو پوځي تجهيزاتو او وسايلو له پلوه سمبال او په دې برخه کې شته نيمګړتياوې او نواقص لرې کړي.
ده څرګنده کړه چې همدا اوس د ملي پوليسو خاصو قطعاتو اود ٣٠٣ ،٤٠٤  او  ٧٠٧ زونونو د ماين پاکولو په برخو ددغو زغروالو وسايطو د نيمايي دويشلو بهير  پيل شوى دى او ټاکل شوې ده نور دغه وسايط دعامه نظم، سرحدي پوليسو او د پوليسو د نورو زونونو په قطعاتو وويشل شي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکي کې سل زره نوې امريکايي وسلې هم ددغو ځواکونو دلازيات سمبالولو په لاره کې دملي پوليسو دځواکونوپه واک کې ورکړاى شي .
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتي معينيت د لوژستيک رياست مرستيال چې ددغه معينيت په استازيتوب يې دغه زغروال وسايط له امريکايانو څخه ترلاسه کړل؛ وويې ويل چې دغه  وسايط دغوڅ ملاتړ دپروګرام په  چوکاټ کې دامريکا دمتحده ايالاتو دمرستو يوه برخه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته