خبرونهاقتصاد

په هلمند کې سلګونو بزګرانو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د وري٥ مه / باختر

د هملند پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او د کرنې وسایل وویشل شول.

دغه مرسته د کرنې د ملي بیارغونې بنسټ له خوا له بزګرانو سره شوې ده.

ددغه بنسټ يو مسوول باخترآژانس ته وويل په دې پړاو کې د هلمند د واشير ولسوالۍ پر ٩٠٠ بزګرانو د کرني وسايل او اصلاح شوي تخمونه وويشل شول.

دغه بنسټ هڅه کوي له بزګرانو سره زياتې مرستې وکړي ترڅو له دې لارې د هلمند کرنه وده وکړي.

بزګرانو د دغې موسسې له مرستو څخه مننه وکړه او هغه يې د کرنې په وده کې ګټوره وبلله.

\ ذ

 

 

 

 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته