امنیت

دطالبانو يو مشهور قوماندان له افرادو سره يې ووژل شول

کابل باختر  دوږي  اوولسمه :
دطالبانو د ډلې يو مشهورقوماندان په ګډون، اووه تنه وسله وال طالبان پرون په لغمان ولايت کې ووژل شول او درې تنه مشکوک کسان ونيول شول.
دلغمان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شيرزاد باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات د افغان ګډ ځواکونو له خوا د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په ناامنو سيموکې ترسره شول چې له امله يې دطالبانو يومشهورقوماندان الله ګل له شپږوتنو افرادو سره يې ووژل شو.
شيرزاد زياته کړه: په دغوعملياتوکې درې تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي چې له هغوى څخه  دوه تنه يې په ماين جوړولوکې مهارت لري.
امنيه قوماندان وويل: په دغو عملياتوکې يوه توغندي ويشتوونکي، يوه پيکا، يو کلاشينکوف او يوه اندازه پاڼې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
شيرزاد زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دعليشنګ ولسوالۍ د مورچه  خيلو، مياصاحب، ديرې، نورام، کوټالي او د کچړې او بيغم آباد کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
د يادونې وړ ده په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته