خبرونهټولنه

کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

د قندهار سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یو سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه سړک د دیورنډ کرښې ته څېرمه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۲۴ کیلو مترو په اوږدوالی او د ۵ کیلو مترو په سور سره جوړشوی دی.

د قندهار د ټولګټو چارو ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل، چې د دغه سړک په جوړولو سره د سیمې خلکو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ټولګټو چارو ریاست د دغه سړک په جوړولو درې نیم میلیونه افغانۍ لګولې دي.

په همدې حال کې د سپین بولدک خلکو د دغه سړک د جوړولو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دغه سړک په جوړولو سره د سیمې خلکو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا