خبرونهامنیت

 کابل، د زمري٤مه، باختر

د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې جنايي جرمونو کمښت موندلى دى.

د جوزجان د قرقين ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري شکرالله حميد باختراژانس ته وويل چې په تېر يو کال کې  په دې ولسوالۍ کې جنايي جرمونو زيات کمښت موندلى دى او آن صفر ته رسېدلي دي.

د قرقين امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې امنيتي ځواکونه ٢٤ ساعته په ګزمې بوخت دي او د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې يې امنيتي پوستې جوړ کړي او د قرقين ولسوالۍ امنيت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

نوموړي وويل کله چې يو لړشخصي شخړې چې د دې ولسوالۍ د خلکو ترمنځ رامنځته کېږي  د قومي مشرانو او عالمانو په منځګړيتوب حل کېږي.

هغه په قرقين ولسوالۍ کې د امنيت تامينولو اصلي علت د خلکو همکاري وبلله او ويې ويل چې د دغې ولسوالۍ د خلکو او مشرانو همکاري ده چې په دې ولسوالۍ  امنيت تامين شوى دى.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته