سیاستخبرونهTOP

کابل، د زمري١٣ مه، باختر

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چین او امریکا تر منځ اختلافات باید له مناسبې لارې حل شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي

د چين د ولسي جمهوريت او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ اړيکې د سيمې پر امنيت، ثبات او پرمختګ اغېزه لري.

د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو غواړي چې  له هغو تصميمونو له نيولو چې د هېوادونو د ملي واکمنۍ نقضول بلل کېږي او د لمسونکو اقداماتو زمينه برابروي  ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت د چين پر اصولي سياست ټينګار کوي او غواړي چې د چين او امريکا ترمنځ اختلافات له مناسبې سوله ييزې لارې  حل شي چې وکولاى شي يوځاى د سيمي او نړۍ  د سولي، ثبات او پراختيا لپاره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې  د امريکا متحده ايالاتو د استازو د مجلس رييسه ميرمن نانسي پلوسي آسيا ته په خپل سفر کې تايوان ته تللې وه او د تايوان له  جمهوررييسې او د پارلمان له استازو سره هم ليده کاته او خبرې اترې کړې دي چې د چين او امريکا ترمنځ د اختلافاتو سبب شوې دي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا