نړۍ

دمصر د پاڅون په دريمه کاليزه کې د لسګونو تنو وژل کيدل

قاهره باختر دسلواغي  شپږمه
د مصر دخلکو دپاڅون په دريمه کاليزه کې د اعتراضيه مظاهرو له امله پرون ددغه هيواد په ګوټ ګوټ کې څۀ ناڅه نهه ويشت تنه ووژ ل شول.
باخترآژانس د الجزيرې شبکې له خولې وويل چې په لسګونو مظاهرې د مصر په بېلابېلو سيموکې دګوښه کړى شوي جمهور رييس محمد مرسي په ملاتړ ترسره شوې .
دعيني شاهدانو دخبر له مخې: دغه مظاهرې د اعتراض کوونکو او د حکومتي ځواکونو ترمنځ په تاوتريخوالى  واوښتې او په مينيا، جيزه، اسکندريه او څو نورو ولايتونو نښتې شوې دي .
دمصر دعامې روغتيا وزارت دڅرګندونو له مخې: په دغومظاهرو کې نهه ويشت تنه ووژل شول اوڅه دپاسه يوسلو اوياتنه ټپيان شوي دي.
د اخوان الملسمين ډلې په يوه ويناکې ويلي دي چې په ټول هيوادکې څه دپاسه پنځوس تنه  وژل  شوي دي .
ځينې خبري منابع وايي چې په مصرکې په وروستيو مظاهروکې څه ناڅه څلور سوه تنه نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته