کابل باختر د وږي يو ديرشمه :
اووه تنه وسله وال طالبان نن په فارياب ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه دقيصار ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو په کزمې بريد وکړ .
دفارياب ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په يرغلګرو دپوځيانو په ګزمې دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيانه دى اوښتى .