ټولنه

دديرشو تنو ځوانانو دډله ييزو ودنو مراسم په کابل ښارکې پرځاى شول

 کابل باختردتلې دمياشتې    ٣ :
دلومړي ځل  لپاره  دديرشو تنو ځوانانو دډله ييزو  ودونو مراسم نن دخيرخواه  دخيريه بنسټ له خوا  په کابل  کې پرځاى شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت  په کابل کې پرځاى شول   څو تنو ديني عالمانو دخير خواه دخيريه بنسټ دغه عمل وستايه او له خلکو څخه يې وغوښتل چې  له دغه  ناروا  دود او رواج څخه  چې داسلام دمقدس دين داساساتو اودمحمد(ص)غرا شريعت پرخلاف دې لرې والى غوره کړي  ځکه زيات  لګښتونه ددې سبب کيږي چې ځوانان فساد ته مخه وکړي.
دغه راز په دغو مراسمو کې دميربچه کوټ ولسوال  عبدالرحيم راشد وويل  چې  دخير خواه بنسټ  ددغې ولسوالۍ دسيمه ييزې شوراپه همکارۍ دديرشو تنو ځوانانو  چې مالي توان يې نه درلود  چې دواده لګښتونه برابر کړي دواده مراسم يې  ددغه بنسټ له خوا په ډله ييز ډول پرځاى شول.
راشد زياته کړه  چې ددغو ديرشو تنو ځوانانو دواده او نکاح ټول لګښتونه دخير خواه خيريه بنسټ  ددغه بنسټ درييس حاجي مايل خير خواه له شخصي پيسو څخه ورکړي دي.
دغه راز دکابل والي عبدالجبار تقوا وويل :  په دې ترڅ کې چې د خير خواه دخيريه بنسټ دغه عمل ستايم له ملي سوداګرو  څخه غواړم  چې ددغه شان مراسمو  په پرځاى کولو سره  بيوزلو ځوانانو ته دواده زمينه برابره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته