خبرونهټولنهTOPروغتیا

په تېر یوه کال کې ۴۰۰ ټنه بې کیفیته درمل راټول او له منځه وړل شوي دي

کابل, د سلواغې ۳ مه, باختر
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر پرون د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک سره د کتنې پر مهال ویلي، چې د تېر میلادي کال په جریان کې یې ۴۰۰ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته درمل راټول او له منځه وړي دي.
نوموړي دغه راز زياته کړې، چې د پخوا په پرتله په دغې برخه کې داخلي تولیدات ۱۵ سلنه لوړ شوي او ۲۰ سلنه د بازار لپاره بسنه کوي.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم د خوړو او درملو ملي ادارې له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې سوداګر باید د خپل دیني او ملي احساس له مخې هېواد ته ښه کیفیت لرونکي خواړه او درمل را وارد کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته