خبرونهامنیت

په لغمان کې لسګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

کابل، د تلې ۷ مه، باختر

د لغمان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېره یوه میاشت کې لسګونه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري عمادالدین عمر خالد د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د یاد مدیریت منسوبینو په تېره یوه میاشت کې له مهترلام ښار او ولسوالیو څخه ۶۷ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

په نیول شویو کسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې، د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا