خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزیر بدخشان ته سفر وکړ

کابل باختر

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” په دوه ورځني سفر بدخشان ولایت ته تللی او د دغه ولایت ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤولینو او نظامي منسوبینو سره یې کتلي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې سرپرست وزیر د وضعیت د لا ښه څېړلو په موخه د دغه ولایت پامیر او اشکاشم ولسوالیو ته هم تللی او د دغو ولسوالیو له سرحدي نقطو یې لیدنه کړې ده.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد د پولو د امنیت او ساتنې په برخه کې د اسلامي پوځ د کړنو قدرداني کړې او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې هم اورېدلې دي.
په دې سفر کې د هېواد د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان مولوي امان الدین “منصور” هم د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره ملتيا کوله.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا