سیاستخبرونهTOP

قطر: د افغانستان سرپرست سفير په پلازمېنه دوحه کې د يوه ګرځنده روغتون په پرانيست غونډه کې ګډون وکړ

کابل، د لړم ۸ مه، باختر

په قطر کې د افغانستان سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم د قطر د پراختيايي صندوق مؤسسې په رسمي بلنه د هغه ګرځنده روغتون په پرانيست غونډه کې ګډون وکړ، چې په الوتکه کې جوړ شوی او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د لېږد وړتیا لري.

دغه ګرځنده روغتون، چې د سترګو درملنه به پکې کېږي، د قطر د پراختيايي صندوق له لوري، د قطر د خيريه موسسې او د اوربس ( Orbis) خيريه موسسې په همکارۍ جوړ شوی دی.

ياد روغتون تېره ورځ په رسمي توګه پرانيستل شو.

ټاکل شوې ده، دغه ګرځنده روغتون به د افغانستان، یمن، فلسطين او نورو اړمنو هېوادونو ته لېږدول کېږي او د اړوندو هېوادونو د ناروغانو درملنه به پکې ترسره کېږي.

د دغه روغتون د پرانيستې په مراسمو کې په قطر کې د افغانستان د سرپرست سفير په ګډون د دغه هېواد د عامې روغتيا چارواکو، دوحه کې مېشت یو شمېر سفيرانو او د خيريه موسسو استازو ګډون کړی وو.

د يادونې وړ ده، چې په قطر کې د افغانستان سرپرست سفير تر دې وړاندې هم په ورته مهمو غونډو کې ګډون کړی وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا