ټولنه

په ټولنيزو چارو کې د ښځو ګډون زيات شوی دی.

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
د پکتيکا د ښځو چارو رياست مسولين وايي په ټولنيزو چارو کې دښځو کډون د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
د پکتيکا ولايت د ښځو چارو رېيسې بې بې هوا خوشيوال له باختراژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په ټولنیزو چارو کې د ښځو کډون د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
هوا زياته کړه چې پخوا به ميرمنې د وسله والو له خوا له زيات تهديد سره مخ وې،خو اوس د عامه ذهنونو په روښانېدلو سره خلک په دې پوه شوي  چې نارينه او ښځيني دواړه يو ډول حقوق لري.
خوشيوال وويل د تېر کال په پای ته رسېدلو سره په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړلو په موخه ۱۲۰ غونډې جوړې کړي او پنځه دېرش نجونو ته د نر سنګ په برخه کې د زده کړو زمينه برابره شوې ده.
هوا وايي د تاوتریخوالي د پیښو عمده لاملونه نامنې، ناوړه دودونه، او بېسوادي ده، که چېرته دغه لاملونه له منځه يوړل شي نو موږ به وکولای شو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو ته د پای ټکی کېږدو.
دې زياته کړه د ۱۳۹۵ کال په پای ته رسېدو سره په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي ۳۰ پېښې ثبت کړې دي چې یو شمېر یې د مشرانود جرګو اونورې یې د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته