
کابل، د سلواغې ۶مه، باختر
په بغلان کې د غصب مخنیوي کمېسیون مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د غصب مخنیوي په موخه چټکې هلې ځلې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې ۷۴ زره ۸۳۸ جریبه دولتي ځمکه په دریو ولسوالیو کې تثبیت کړي او د بېرته راګرځولو په موخه یې د غصب مخنیوي کمېسیون د لوړو پوړو چارواکو امر ته په تمه دي.
د بغلان د غصب مخنیوي کمېسیون د معلوماتو له مخې د دغه ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ په لرغابي، چین زایو، بي بي ګهوارې او منګلو سیمو کې ۲۰ زره ۷۱۸ جریبه ځمکه، د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د صنعتي بغلان په سریازي سیمه کې ۷۷۰ جریبه ځمکه، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په لقیانو سیمه کې ۷۵۰ جریبه ځمکه، د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي او انبار کوه ۵۲ زره ۶۰۰ جریبه دولتي ځمکه، چې د زوراکو او نورو کسانو له لوري غصب شوې وه تثبیت کړې ده.
د غصب د مخنیوي کمېسیون په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې د دهنه غوري ولسوالۍ په لرخابیو سیمه کې په ۱۱۷۲۴ جریبه غصب شوې چې په یو شمیر ځمکه باندې یې کورونه جوړ شوي دي او د غصب مخنیوي کمېسیون د څړځای په توګه تثبیت کړې ده.
د کمیسیون د معلوماتو له مخې؛ د صنعتي بغلان په سریازي سیمه کې ۷۷۰ جریبه غصب شوې ځمکه کرنیزه ده او اوس هم د کرنې په برخه کې ترې د معلوماتو په اساس ګټه پورته کېږي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ په لقیانو سیمه کې په ۷۵۰ جریبه غصب شوې ځمکه باندې د یو شمېر کسانو له لوري کورونه، بڼونه، د چرګانو فارمونه او د کرش فابریکې جوړې شوې او له یو شمېر ځمکو څخه یې اوس هم د کرنې په برخه کې ګټه پورته کېږي.
باختر آژانس ته د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري په واک کې ورکړل شوې شمېرې ښيي، چې د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کې هم ۲۳ زره ۳۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې، چې د معلوماتو له مخې په ۵ زره ۴۶۰ جریبه ځمکه باندې یې کورونه جوړ شوي او له پاتې ۱۷ زره ۸۴۰ جریبه ځمکې څخه یې کرنیزه ګټه پورته کېږي او یوه برخه یې شودیاره ده.
د دهنه غوري ولسوالۍ په منګلو، چینزایو، او بي بي ګهوارې په سیمو کې د ۸ زره ۹۹۴ جریبه غصب شوې ځمکې له ډلې څخه په ۱۵۳۷ جریبه ځمکه باندې یې کورونه جوړ شوي او له پاتې ۷ زره ۴۵۷ جریبه ځمکې څخه یې کرنیزه ګټه پورته کېږي.
دغه راز د دوشي ولسوالۍ په انبار کوه سیمه کې هم ۲۹ زره ۳۰۰ جریبه ځمکه د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري د څړځای په موخه تثبیت شوې ده.
بغلان کې د غصب د مخنیوي کمیسیون مشر قاري محراب الدین بلال د باختر آژانس سره په مرکه کې ټينګار وکړ، چې د یاد ولایت په ټولو برخو کې به غصب شوې ځمکې له غاصبینو څخه بېرته راوګرځوي او وروسته تر دې به هېچاته اجازه ورنه کړي، چې په دغه ولایت کې غصب ترسره کړي.
د بغلان اوسېدونکي بیا په دې باور دي چې په تېرو شلو کلونو کې یو شمېر کسانو له زور او زر څخه په ګټې اخیستو په غصب لاس پورې کړی او په خپلسري ډول یې پرته له هېڅ راز سند څخه دولتي ځمکې غصب کړې، چې د بېرته راګرځولو لپاره یې باید اسلامي امارت جدي اقدامات وکړي.
اندړوال\لمر