کابل باختر د مرغومي اوومه :
د هېواد د فوټبال د نجونو ملي ټيم د آسيا جام په سيالۍ کې نن ماښام د هند له ټيم سره لوبه کوي.
د فوټبال فدراسيون د خپرونو غړي شمس اميني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه د افغانستان په وخت نن ماښام په پنځوبجو ترسره کيږي .
اميني زياته کړه چې نجونې د تيرې اوونۍ دپنجشنبې له ورځې را پديخوا د هند په يوه تمريني اردوګاه کې دي.
ده وويل: د هېواد د فوټبال د نجونو د ملي ټيم دويمه لوبه بل سبا د بنګله ديش له ملي ټيم سره ترسره کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ