
– کابل، د وري۱۲مه، باختر
د ګلبهار په نوم یوه خیریه بنسټ نن په پلازمېنه کابل کې له ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یاد بنسټ د رسنیو مسوول او ویاند محمد عمر ځواک د یادو توکو د وېش د پیل په مراسمو کې وویل چې په دغه توکو کې، اوړه، غوړي، وریجي او ۴ ډوله نور خوراکي توکي شامل دي، چې د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت په ۳۰۰ اړمنو کورنیو، چې د يوې شفافې سروې له مخې مستحقې پېژندل شوې دي، وېشل کېږي.
د نوموړي په خبره په روژه کې به له شاوخوا ۳ زرو نورو اړمنو کورنیو سره د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت د خوراکي توکو مرسته وکړي.
محمد عمر ځواک زیاته کړه، چې ولایتونو ته د مرستو لړۍ د غځوولو په موخه هلې ځلې روانې دي او تر دې دمه په ننګرهار، لغمان، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم له اړمنو کورنیو سره مرستې شوې دي.
په ورته وخت کې یو شمېر کسانو چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو، له باختر اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې په دې سره به يې اقتصادي ستونزې تر یوه بریده حل شي.
یادو کسانو له نورو ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د روژې په مبارکه میاشت کې تر خپله وسه د بېوزلو کسانو لاسنیوی وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ګلبهار بنسټ تر دې وړاندې هم له سلګونه کورنیو سره د سون او خوراکي توکو مرستې کړې وي او وزګارو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه يې پله پلازمېنه کابل کې د کېکو او کلچو یوه کارخونه هم پرانیستې وه.
افغانمل