سیاست

د جمهوررئيس پيغام

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ١٩مه
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د جلالتماب جمهوررئيس پيغام
د ښځو دنړيوالې ورځې په مناسبت دافغانستان ټولو خلکو او په تېره بيا افغانو مېرمنو ته مبارکي وايم. له نېکه مرغه د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې  نمانځو چې د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغانو مېرمنو آواز، د دوى د خپل انسجام او تحرک په برکت، تر بل هر وخت لوړ او رسا دى.
د افغانستان د اساسي قانون چې د هېواد د اتباعو ترمنځ تبيعض منع کړى او ښځو او نارينه دواړو ته يې په اجتماغي ژوند کې دبرابر فرصت زمينه برابره کړې ده ، له دې زمينې څخه افغانو مېرمنو له تحميلي جنګ سره سره په تېرو کلونو کې مثبته  استفاده وکړه. موږ اوس په پوهنتونونو کې، په مسلح قواوو کې ، په عدلي نظام کې ، په خپلو سفارتونو کې ، داقتصادي فعاليت په مختلفو ساحو کې ، په مدني ټولنه کې  او د اجتماعي ژوند په کابو ټولو برخو کې دښځو محسوس او مخ په ډيريدو حضور وينو، اوس افغانې مېرمن تر بل هروخت په خپلو  حقونو زياتې خبرې دي او دخپلو هغو حقوقو دفاع کوي چې داسلام دمبين دين په رڼا کې دهېواد اساسي قانون ورکړي دي. البته د اتريخ حقيقت له پامه نه شو غورځولاى چې افغانې مېرمنې لا اوس هم په عملي ژوند کې له ډول ډول تبعيضونو او بې عداليتو سره مخامخې دي اوپه دې برخه کې داساسي قانون دغوښتنو له پورته تحقق څخه شاته پاتې يو . خو په دې کې شک نشته  چې په ټول قوت سره داساسي قانون دغوښتنو په لور په حرکت کې يو.
نور نو هغه وخت تېر دى چې دتبعيضي فکرونو او ناپوهۍ په وجه يا دافغانستان د پرمختګ د دښمنانو د دسيسو په نتيجه کې افغانې ښځې يو ځل بيا دکار، تعليم  او اجتماعي ژوند له انساني حقوقو محرومې کړاى شي او په دې ډول هم افغانستان او هم دافغانستان خلک جزا وويني .
د افغانستان ټول خلک اوپه تېره بيا مېرمنې چې د بدمرغيو ډير بار د دوى په اوږو باندې پروت دى، د سولې روانو هڅو ته اميدونه لري، توقع ده چې دا هڅې به مثبته نتيجه ورکړي او د جنګ د ادامې پلويان به دې نتيجې ته ورسيږي چې د دوى خپل خير او عزت هم په سوله کې دى .
دايمي سوله هغه وخت راځي چې هيڅوک او په تېره بيا ښځې دټولنې اکثريت تشکيلوي، له خپلو حقونو بي برخې نه شي. دملي وحدت حکومت به د دايمي سولې   له غوښتنې په هيڅ وجه لاس وانخلي .
د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يو ځل بيا ټولو ته مبارکي وايم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته