امنیت

نهه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
وسله والو طالبانو ته پرون د هيواد دوسله والو ځواکونو دفعاليتونو په بهيرکې چې په څو ولايتونوکې ترسره شول؛ د سر دروند زيان اوښتى دى.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دلغمان ، کونړ، پروان، کندز، سرپل، جوزجان، بلخ ، قندهار ، ارزګان، ميدان وردګو او د خوست د ولايتونو په مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې په بهير کې يې ٥٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٢ تنه نوريې ټپيان شول.
ددغو فعاليتونو په بهير کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز ملي پوليسو ٥٥ ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دقندهار ، غزني ، ارزګان او د جوزجان دولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته