امنیت

په زابل کې ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول

قلات باختر د لړم د میاشتې ۱ نېټه
تېره شپه افغان ګډو ځواکونو د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړې چې له امله یې ديارلس تنه مخالفان وژل شوي او اته تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د زابل ولایت د والي وياند ګل اسلام سيال باختر اژانس ته وويل چې دغه عملیات تېره شپه د افغان هوايي او ځمکنيو ځواکونو له خوا ترسره شوي چې د ديارلسو وسله والو د وژل کېدو سربېره لسګونه مخالفان په کې ټپيان شوي هم دي.
د سيال په وينا په ترسره شويو عملياتو کې افغان ځواکونو ته د سر کوم زيان نه دی اوښتي.
د یادونې وړ ده چې د نوبهار ولسوالۍ د زابل ولایت يو له ناامنه ولسواليو څخه ده چې وخت ناوخت په کې د وسله والو مخالفانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې هم کېږي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته