سیاست

د جمهوررئیس غني په حضور کې د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو قرارداد لاسلیک شو

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو وزارت له هېواد باګرام او سمیع الله فهیم شرکتونو سره د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو د کار بیا پيلولو قرارداد لاسلیک کړ.
د جمهور رييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شول، د اقتصادي سکتور یو شمېر مسوولانو او د خصوصي سکتور استازو په کې حضور درلود،په پيل کې د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري د دغه قرارداد پر اهمیت، د کارونو په ایجاد او د اقتصادي تحرک په رامنځته کولو کې د خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د ودانیزو شرکتونو په رول خبرې وکړې. 
هغه وویل: له خصوصي سکتور څخه د جمهور رئیس ملاتړ د پانګونې مناسبې او ډاډمنې زمینې برابرې کړي او له همدې امله  د دغو  دوو سترو ودانیزو پروژو ځنډېدلې چارې بېرته پیل شوې.
ښاغلي نادري وویل: د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو په بشپړېدو سره به ۸۴ استوګنیز بلاکونه چې ټول ۳۷۸۰ استوګنیز اپارتمانونه کېږي، د مشتریانو واک کې ورکړ شي. هغه زیاته کړه، په دغو ښارګوټو یولس میلیارد افغانۍ پانګونه کېږي. 
نادري څرګنده کړه، د بنايي ښارګوټي بنسټ په ۱۳۹۳کال کې په ۹۳،۷جریبه ځمکه کې اېښودل شوی و، چې ۲۵نهه پوړیز بلاکونه او ۱۴۰۰استوګنیز اپارتمانونه کېږي. د حکیم سنايي ښارګوټی بنسټ د کورجوړولو په ملکیت کې په ۱۰۳جریبه ځمکه کې اېښودل شوی دی. چې ټول ۵۹بلاکه او ۲۳۸۰اپارتمانه کېږي.
د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري په وینا، د یادو ښارګوټو ودانیزې چارې د مشتریانو د مخکې ورکړې پیسو په اساس پر مخ تللې، چې د اقتصادي، حقوقي او تخنیکي ستونزو په اساس یې له تېرو دوو کالو راهیسې چارې په ټپه ولاړې وې.
ښاغلي نادري وویل، د دولت حق ته نه پاملرنه، د ښارجوړولو وزارت د تصدیو کم رول، د باروي ضمانت نشتوالی، د ودانیو جوړولو ناعادلانه بیه، له تخنیکي پلوه په پروژه کې د ګڼو ستونزو سربېره د پیسو نشتوالی  د دغې پروژې  دکارونو د ځنډولو اصلي ستونز وې.
هغه زیاته کړه، د خواجه رواش ښارګوټي د بشپړولو لپاره مو له مالیې وزارت څخه د ۷۰۰میلیونه افغانیو پور په څېر د دغه ښارګوټو د بشپړولو  لپاره هم له یاد وزارت څخه ۹۴۰میلیونه افغانۍ په پور اخیستې  او یادو شرکتونو ته مو ورکړي دي چې سره له سبا به یې کارونه پيل شي.
همدارنګه هغه څرګنده کړه، په قرارداد کې د مشتریانو او دولت په ګټه اصلاحات راغلي او شرکتونو ته مناسبه ګټه په پام کې نیول شوې ده او له یادو شرکتونو مناسب ضمانتونه اخېستل شوي دي.
ورپسې د ودانیزو شرکتونو په استازیتوب حاجي مسعود د جمهوررئیس څخه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور څخه یې تل ملاتړ کړی او زیاته یې کړه: دغه پروژې دوه کاله بندې پرتې وې، چې د حکومت په ځانګړي ډول د ښار جوړولو وزیر په هڅو نن د دغو پروژو د بیا فعالولو شاهدان یوو.
هغه وویل، دغه وړ  پروژې  ګڼو کسانو ته د کارموندنې،  د ستوګنې کورونو د برابرولو، پر دولت د ودانیزو شرکتونو د باور د زیاتوالي او د خصوصي سکتور د همکارۍ د جلبولو لامل کېږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته