سیاست

امريکا د هرات ولايت د بنسټونو د جوړولولپاره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

کابلباختر د سنبلي ٣١
په هرات ولايت کې د امريکا د متحده ايالاتو نوى قونسل اعلام وکړ چې هيواد به يې په هرات ولايت کې د حالت د ښه والي په خاطر خپلو همکايو ته دوام ورکړي.
په هرات کې د امريکا نوى قونسل يوجين اس يانګ د هرات له والي سيد فضل الله وحيدي سره په کتنه کې ددغه ولايت دپرمختيا د بهير په ښه بللو سره اعلام وکړ چې هيواد به يې د بيا رغاونې او ودې د بهير د ګړندي کولو په خاطر د هرات له دولتي ادارو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
جين يانګ چې د ميرمن جولين په ځاى په هرات کې د امريکا د نوى قونسل په توګه خپل ماموريت پيل کړى دى وايي: هيواد يې د افغانستان او د هرات له سيمه ييزې ادارې سره د همکاريو په دوام ژمن دى.
ده وويل: دخپل ډيپلوماتيک ماموريت ترڅنګ به د هرات ولايت د پراختيا په لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
په دې کتنه کې د هرات والي له نوى قونسل څخه وغوښتل چې دښځو د ژوندانه د حالت د ښه کولو، د ورزش د ودې اود  مدني او ډموکراتيکو مرکزونو دپياوړتيا په لاره کې له سيمه ييزې ادارې سره زياته همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا تراو سه پورې په هرات ولايت کې د بيا رغاونې په بيلابيلو برخوکې په لسګونو پروژې تمويلې کړې دي.
په هرات کې د امريکا د متحده ايالاتو قونسلګرۍ له څلورو کلونو را په دې خوا په هرات کې فعاليت کوي.
سره له دې چې تيره اوونۍ د ا مريکا په قونسلګرۍ تروريستي بريد وشو، خو په افغانستان کې د امريکا سفير له دغه بريد وروسته اعلام وکړ چې هيواد يې دغه راز له سيمه ييزو ادارو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي او د غه بريد نه شي کولاى ددغه هيواد د همکاريو په بهيراغيزه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته