فرهنګ

دباغستان داغداران شعري ټولګه پرانيستل شوه .

کابل باختر  دوري نهمه :
دباغستان داغداران  شعري ټولګه  چې دناجيه کريم  قيومي  اثر ده  نن  په هرات ښار کې پرانيستل شوه .
  دغه شعري مجموعه  دبېلابېلو  ټولنيزو او فرهنګي موضوعګانو او دهېواد  دبېلابېلو ولايتونو معرفي کول پکې شامل دي  په هرات ولايت کې چاپ شوې ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې :  دهرات والي  محمد اصف رحيمي په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت دجمهوري رياست  دسلاکارانو محمد همايون قيومي او سيروس علاف  او ديوشمير فرهنګيانو، ليکوالانو او دولتي مقاماتو په ګډون  پرځاى شوي و دهرات  دفرهنګي ټولنې علمي او ادبي ټولنې سره  دکتنې له امله  او ددغه ادبي اثر  دپرانيستلو په خاطر خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  ناجيه نه يوازې  دهېواد  په فرهنګي او ادبي  غونډو او ټولنو کې  بلکې  له هېواد څخه بهر دفرهنګ او ادبياتو دمينه والو ترمڼځ آن  په اروپايي او امريکايي هېوادونوکې يو ه پيژندل شوې څيره ده .
  ده   وويل : په روان کال کې  دهرات ولايت مقام په پام کې لري  چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ دغوريانو ولسوالۍ  په برناباد کلي کې  دخواجه وحيد الدين  دخانقا  او زيارت ، په زنده جان ولسوالۍ کې دخواجه محمد غازي ګمبده او ارامګاه ، دمزدا خان ډنډ د امام فخري راضي او دسيد ابو عبدالله مختار ارامګاوې ترميم او بيا ورغوي .
  په دغو مراسمو کې يوشمير فرهنګي شخصيتونو او ځوانو شاعرانو هم خبرې وکړې  . ناجيه قيومي هم  دهرات  دفرهنګي ټولنې دهرکلي له امله قدرداني وکړه 
دغه راز فرهنګي مسوولينو  ناجيې ته  دمننې دلوحې په ورکولو سره دهغې دفرهنګي فعاليتونو په ملاتړ ټينګار وکړ .
تراوسه پورې دناجيې  څلورشعري ټولګې چاپ شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته