امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په دايکنډي ولايت کې ووژل شول

کابل باختر دلړم  اوولسمه :
درې تنه موټر سايکل سپاره وسله وال طالبان د دايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې ووژل شول.
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ يو خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: درې تنه وسله وال طالبان چې په موټرسايکل سپاره وو او د ميرامور په ولسوالۍ کې  د ګزمې په حال کې و؛ د امنيتي مسوولينو له خوا ودرول شول .
د دوى دريدل د جګړې سبب شول او له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې دغه درې تنه د روزګان  او دايکنډي له ولايتونوڅخه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد ورغلي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته