امنیت

امنيتي ځواکونو ٦ تنه وسله وال طالبان وځپل.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
امنيتي ځواکونو ٦ تنه وسله وال طالبان نن په روزګان ولايت کې ووژل او ٣ تنه نوريې ټپيان کړل.
دغو وسله والو طالبانو ته د روزګان ولايت ترنيکوټ ښار ته څيرمه هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان يې ډزې وکړې.
په روزګان ولايت کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل : په هغې جګړه کې چې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ ونښته ٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل :- چې د طالبانو بريد دسيمه ييزو پوليسو دسپرلۍ په کاروان وشو خو په دې پيښه کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته