امنیت

دپروان دغوربنددساحې په لويه لاره کې دناامنيو ستر عامل ووژل شو

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥ :
دپروان ولايت دسياه ګرد دولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال  له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
ملامطيع الله دسه شنبې په ورځ کله  چې له خپلو افرادوسره يې په سياه ګردولسوالۍ کې دپوليسو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ ټپي شو اوپرون يې ساه ورکړه .
دپروان ولايت دسياه ګردولسوال محمدسعيدصديق باختراژانس ته وويل  چې په دې نښته کې دمطيع الله يو نږدې همکار مولوي شاهين هم وژل شوى دى اوپه دې نښته کې چې دوه ساعته يې دوام وکړ دمطيع الله  درې تنه افراد هم ووژل شول او يو سيمه ييز پوليس ټپي شو.
دسياګرد ولسوال ملامطيع الله  دغوربندسيمې  دلويې لارې دناامنيو اصلي عامل وباله او ويې ويل  چې دده له وژل کيدو وروسته ددغې ګڼ ميشتې لارې امنيت به ښه شي .
ويل کيږي  چې دغور بند په لويه لاره کې دماينونو ايښودل  ، وسله وال بريدونه او دخلکو او مسافرو ځورونه  دملامطيع الله دافرادو له خوا ترسره کيدل.
دپروان دغوربند لويه لاره  کابل دباميانو اوغور له ولايتونوسره نښلوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته