فرهنګ

دحاجي عبد الرحمن جامع جومات پرا نيستل کيږي

١١- کابلباختر د مرغومى ١٠ مــــــــــــه

دکابل په زرنګار پارک کې د حا جي عبد الرحمن جامع جومات په نږدي را تلو ونکى کې پرا نيستل کيږي

ددغه جومات د جوړ ولو کار لس کاله مخکې د هيواد ديو ملي سوداګر حا جي عبد الرحمن په شخصي لګښت دکابل ښار په زرنګار پارک کې ددرې نيم جريبه ځمکې په سا حه کې پيل شوى و

د کا بل ښار په زړه کې دا جومات په رښتينې ډول په ښکلي کاشي کاري ، لوړو څلو او شنې سا حي سره جوړ شوى چې کتل يې د هر لاروي د مينې وړ دى

دحاجي عبد الرحمن د جامع جومات د ودا نۍ مسئول ديپلوم انجنير رحيم ګل بسيم د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس خبريال ته وويل : ددغه جومات د جوړولو کار پاى ته رسيد لى او په نږدي را تلونکى کې پرانيستل کيږي

ده زيا ته کړه : د حا جي عبدالرحمن د جامع جومات د جوړولو کار په ١٣٨٠ کال کې په عملي ډول پيل شو ، خودځينو ستو نزو او عوا ملو له ا مله له ځنډ سره مخامخ شو ، خو سره له دې هم دپرله پسي هلو ځلو له ا مله يې د جوړولو کار پاى ته رسيد لى دي

انجنير بسيم زيا ته کړه : له ټولو تجهيزا تو سره يې دغږ د پيا وړتيا يا لوړ اواز سيستم له جاپان څخه پيرودل شوي او هغوي کا بل ته ددغو وسايلو رسيدلو ته ستر ګي په لاره دي چې جو مات پرا نيستلو ته چمتو شي

ده څرګنده کړه : ددغه جومات ودا نۍ په کلاسيک ډول په دريو پوړونو کې جوړه شوي اود ٥٧ مترو په لوړ والى دوه څلى ،يوه ستره ګنبده ، څلور منځنې ګنبدى اوڅوارلس کو چنې ګنبدى جوړې شوي دي

ده وويل: په دې ودا نۍ کې د کتابتون يو ستر سالون  ،يوسلو پنځوس زره ټوکه ديني ،اسلا مي ، علمي ، فرهنګي ،تاريخې او نورو برخو کتا بو نه شته اود ښځو او نجو نو دمطالعي لپاره جلا سا لون هم لري

 د حا جي عبدالرحمن د جامع جو مات مسئول وويل: دغه جومات نه يواځې په هيواد کى بي ساري دى بلکى دسيمې په کچه هم بي ساري دى او په يو و خت کې په سالونونو کې دننه د اوو زرو تنو اود جومات د انګړ په ګډون د لسو زرو لمونځ کوونکو ظرفيت لري

 دغه را ز د جو مات دريم پوړ چې د حويلي له انګړ څخه ترسا لون پورې د اوداسه جلا لاره لري ،ښځو ته بيله کړاي شوې ده چې هغوى هم په جمعي سره خپل لمنځو نه ادا کړې

 انجنير بسيم په دې باب چې ټا کل شوې ده د جومات شا وخوا تجارتي مارکيټ جوړ شي وويل، د هماغه وخت ښاروال ددغه جومات دجوړولو د کار په وخت کې ټينګار درلود چې د جومات شا وخوا يو تجارتي مارکيټ جوړ شي او کرايه يې هم د کا بل ښاروالۍ له خوا واخيستل شي، خو په دې باب اروا ښادحاجي عبدالرحمن او کورنۍ يې ټينګار و کړ چې د هغوى هدف يواځې د لمونځ کوونکو لپاره د جومات جوړول د ى

دغه را ز انجنير بسيم څرګنده کړه : په پام کې ده ددغه جومات په چوکاټ کې يو مرکز جوړ شي چې د هيواد پيا وړي عالمان  را وبلل شي چې په ټا کلي وخت کې د بيلا بيلو د يني موضوعګا نو په باب خبري و کړې اودغه را ز مينه وال په دغه شان غونډو کې برخه وا خلي او خپل ديني معلو مات زيات کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته