امنیت

د وسايطو ضد يو ماين شنډ کړاى شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٧ :
د وسايطو ضد يو ماين د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د څينځايي د کلي په مربوطاتوکې د پوليسو له خوا شنډکړاى شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ماين چې له پخوا څخه دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ دڅينځايو د کلي سړک ته څېرمه ښخ کړاى شوى و؛ د بګرام ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د ملي پوليسو  د فني کارکوونکو له خوا کشف او د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د انجنيرۍ د ټيم له خوا وچوول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته