امنیت

په ننګرهار کې ۱۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد باختر د تلې د میاشتې ۲۴ مه
د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالي په وزيزو تنګي سیمه کې وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ نښتې شوې چې له امله يې دولسو تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قومنداني وياند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وویل چې په دغو نښتو د دريو تنو داعش وسله والو په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه راز داعش وسله والو څلور تنه ملکي وګړي هم وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته