امنیت

دخلکو دښمنان په کاپيسا ولايت کې وځپل شول .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
  دکاپيسا ولايت  دتګاب  او اله ساى  دولسواليو  په لاره کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې  دهيواد  دخلکو  سلو تنو دښمنانو ته  مرګ ژوبله واوښته .
  دکورنيو چارو ووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق  دتګاب  او اله ساي دولسواليو  په لاره کې  دامنيتي پوستو دکتنې په وخت کې وويل  ددولت  مخالفو  وسله والو ډلو  چې  دتګاب او اله ساي  دولسواليو  ترمنځ لاره کې  په تروريستي  او ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کاوه  دملي پوليسو  دځواکونو له خوا  دملي اردو  او دملي امنيت له ځواکونوسره په همغږي کې  وځپل شول  او  نږدې  سلو تنوته يې  مرګ ژوبله واوښته .
  دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان وويل  چې دافغانستان دخلکو دښمنانو  دهيواد  له امنيتي او دفاعي  ځواکونوسره   دمقابلې   ځواکمني  له لاسه ورکړې ده او  دسر  درانده زيانونه يې  زغملي دي .
ده زياته کړه چې  دهيواد امنيتي ځواکونه په تيره بيا ملي پوليس اوس دافغانستان دخلکو له دښمنانوسره دهر راز مقابلې  ځواکمني لري   او هيڅ  تروريستي  ډلې ته به په دغه ولايت کې دفعاليت اجازه ورنه کړي .
  دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان له خلکو څخه وغوښتل چې  په خپلو  اړوندو  کليو اوبانډو کې دمشکوکو کسانو دليدنې په صورت کې دې  له پوليسو سره  اړيکې  ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته