سیاست

دهېواد اجرائيه رئيس په بادغيس ولايت کې : دبادغيس _ هرات دحلقوي سړک په سلو کې نوي ستونزې حل شوي دي

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥مه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس بادغيس ته دخپل ولايتي سفر  په بهيرکې   ددغه ولايت دخلکو ستونزې اوغوښتنې دکابينې ديوشميروزيرانو ،  دوزارتونو دمعينانو او د سيمه ييزو مقاماتوپه شتون  وڅيړلې .
داجرائيه رياست دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : 
ډاکتر عبدالله عبدالله چې په دې وروستيو وختو کې يې دبادغيس دخلکو دمشرانو په غونډه کې خبرې کولې وويل  چې تاسې له  حکومت څخه کوم    اضافي څيز نه غواړئ بلکې ددې مملکت داوسيدونکو په توګه خپل  حق غواړئ او دا زموږ دنده ده چې ملت ته ځواب ورکوونکي و اوسو.
په دې پروګرام کې دبادغيس والي محمدانور اسحق زي  دامنيتي حالاتو ، 
دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا او سمبالښت  داړتيا، دبيا جوړولو دبهير او ددغه ولايت دخلکو دستونزو په باره کې  يو مفصل رپوټ وړاندې کړ.
وروسته په پارلمان کې  دبادغيس دخلکو استازي قاضي عبدالرحيم رحيم دهېواد له  اجرائيه رئيس څخه  وغوښتل چې دبادغيس _ هرات دحلقوي سړک ، دګردان شاره  داوبو دبند  ،  داستنادي ديوالونو او دقلعه نوي داوبو رسولو دشبکې د جوړولو او دښار  دسړکونو دپخولو په برخو کې  خاصه پاملرنه وکړي.
ده دپوهنې ، لوړو زده کړو او دبادغيس ولايت  ځوانانو ته دکار موندلو په برخه کې  هم دزياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز دبادغيس دولايتي شورا رئيس مولوي عبدالباسط  صارن وويل ؛ ددغه ولايت  داوسيدونکو هميشنى شعار اوبه ، بريښنااو سړک دى .موږ دملي وحدت دحکومت له مشرتابه په تيره بيا  دهېواد له اجرائيه رئيس څخه ددغو ستونزو دحل کولو غوښتنه کوو.
ډاکتر عبدالله عبدالله دبادغيس ولايت دخلکو دغوښتنو او ستونزو له اوريدو وروسته  خبر ورکړ  چې  دګردان شاره داوبو دبند جوړول دبريښنا دهغو شپاړلسو بندونوپه جمله کې دى چې دحکومت دکار  په لومړيتوب کې ځاى لري چې په ډير لنډ ممکن وخت کې جوړ شي.
ده څرګنده کړه  چې دبادغيس _ هرات دحلقوي سړک پروژې دپخواني  حکومت
په دوران کې  له قرارداد کوونکي شرکت سره حقوقي ستونزه پيدا کړې وه   په دې دليل کار يې  وځنډول شو.
دده دڅرګندونوله مخې ؛  دملي وحدت دحکومت مشرتابه  له پيل څخه تراوسه پورې  په سلو کې نوي دغه ستونزې حل کړي دي او دغه هڅې هماغه شان دوام لري  چې ددغې پروژې کار بياپيل شي.
دهېواد اجرائيه رئيس دبادغيس ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه  چې دښاري  سړکونو  دپخولو  ، داستنادي ديوالونو ، داوبو رسولو دشبکې  ، دقادرآباد او دقاديس خوردک د اوبو  دبندونو د جوړولو پروژې هم  په روان کال کې  ترلاس لاندې  نيول کيږي.
دملي وحدت دحکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله له ترکمنستان څخه بادغيس ته دبريښنا انرژۍ دواردولو په باره کې وويل چې په دې اړوند ددغه هېواد  له اړوندو مقاماتو سره خبرې روانې دي او ترکمنستان همکارۍ ته علاقمندي  لري.
دده دڅرګندونوله مخې ؛  حکومت دغه موضوع په جدي توګه تعقيبوي.
په پاى کې دهېواد اجرائيه رئيس وويل  چې په روان کال کې   به دجوين ،ابکمري  اودقادس په ولسواليو  اوددغه ولايت په مرکز کې ځينو ښوونځيو ته  نوې ودانۍ   جوړې شي.
په پاى کې  ډاکتر عبدالله عبدالله اعلام وکړ چې دبادغيس ولايت  لسو تنو غوره  ځوانانو ته  دطب او انجينرۍ په څانګو کې  تحصيلي بورسونه برابروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته