امنیت

د کندز پوليسو د دغه ولايت د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه

کندز باختردليندۍ دمياشتې ١٢نيټه :
د کندز پوليسو ددغه ولايت له اوسيدونکو څخه  وغوښتل چې  په خبر رسولو  کې دې د ډار اچونې پر خلاف د مبارزې په پروګرامونوکې همکاري وکړي.
دغه ټکى د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني له رسنيو سره په مرکه کې بيان کړ او ويې ويل چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو او د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې او د ډار اچوونکو او د غيرمسوولو وسله والو کسانو د له منځه وړلو په موخه د پوليسو د پلټنې د ګرځنده او ثابتو پوستو  جوړول دوام لري.
ده د کندز له خلکو څخه وغوښتل چې د ځان  او د خپلو نورو هېوادوالو د امنيت د تامينولو په برخه کې دې د پوليسو له ١١٩ ګڼه شميرې او يا له اړوندو حوزو  سره په اړيکه کې د خبر رسولو له لارې له پخوا زياته همکاري وکړي.
ده وويل چې تر اوسه پورې خلکو له پوليسو سره ښه همکاري کړې ده او د همدغې  همکارۍ له مخې څو تنه غير مسوول وسله وال کسان د جنايي جرمونو په تور نيول شوي او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله ؛

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته