ښوونه او روزنه

دقرطاسيې مرسته وشوه

کابل باختردثور دمياشتي دريمه :

ديونیسف موسسي نن دلوګرولايت دپوهنې له رياست سره ديوې اندازې قرطاسيې مرسته وکړه .

دلوګرولايت دپوهنې رياست ويندوى شاهپور عرب باختراژانس ته وويل ، په دې مرسته کې دوه زره څلور سوه پنځه  نوى انډيه قرطاسيه اودښوونځي دوه زره درې سوه اته څلويښت بکسونه شته او له لومړي ټولګي څخه تردويم ټولګي پورې دښوونځيو په څه دپاسه دولس زره څلورسوه تنو زده کوونکو ويشل کيږي .

يوه اړونده خبرځاى وويل، دغه موسسه کال په کال  دلوګرولايت دپوهنې له رياست سره دقرطاسيې مرسته کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته