امنیت

هغه سړى ونيول شو چې غوښتل يې خپله ميرمن ووژني.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
هغه سړي چې غوښتل  خپله ميرمن نن په بغلان ولايت د چړې په ګوزار  سره  ووژني دپوليسو له خوا ونيول شو.
په دغې ميرمنې د ميړه له خوايې ناوړه  قصد  وشو  او دمقاومت  له امله مخ  يې ټپي شو .
شونډې يې غوڅي شوې  او يو غوږ  يې سخت  ټپي شوى دى .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويد بشارت   د باختر آژانس خبريال ته وويل :  زيانمنه شوې ميرمن شل کلنه ده او پنځه ماشومان لري  .
ددغې ميرمنې دمور دڅرګندونو له مخې :  دا دويم ځل دى چې په لور يې  دهغې دميړه له خوا ناوړه قصد کيږي.
بشارت زياته کړه  :   دغه ځوانه  ميرمن له عدليې او قضايي مرکزونو څخه  غواړي چې ميړه يې  چې د جوارګرې  کار هم کوي ، مجازات کړي.
دپلخمري د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکترمحمد کريم  عزيزي  وايي ، زيانمنه شوي ميرمن   چې روغتون   ته ليږدول شوې  ده ، روغتيايي حال يې  خراب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته