ښوونه او روزنه

په يوسلو پنځوسو تنو زده کوونکو دفراغت سندونه وويشل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
دبادغيس ولايت دکار ،ټولنيزو چارو شهيدانو او دمعلولينو رياست يو سلو پنځوسو تنو زده کوونکو ته په بيلابيلو څانګو کې دفراغت سندونه ورکړل.
دباختر آژانس دخبرله مخې دغه رياست يوسلو پنځوسو تنو ښځو او نارينه وته چې دغالۍ او بدلو ،خياطۍ،خامک ګنډلو،دموبايلو او دکمپيوتر دترميمولو او ولدنګ کارۍ په څانګو کې شپږ مياشتى زده کړې کړي وې دفراغت سندونه وويشل شول.
دکار او ټولنيزو چارو د رياست سرپرست جليل احمد مايل وايي په دې شپږ مياشتنۍ دوره کې سل ميرمنو او پنځوسو تنو نارينه و ګډون کړي و چې په هغوى بانډې دکار وسايل هم وويشل شول .
مايل زياته کړه پخواهم ددغه ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو چې له دغو څانګو سره يې علاقمندي لرله د زده کړې په پروګرامونو کې شامل شوي و او دفراغت سندونه يې ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته