سیاست

تبصره

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت د پنځه کلن ملي انکشاف سند به د بروکسل په نړيوال کنفرانس کې چې سبا له افغانستان سره د نړيوالو مرستو د دوام په باب جوړيږي، وړاندې کړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي :
د بلجيم مرکز بروکسل ښار به سبا د افغانستان په باب د يوه نړيوال کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې چې٧٠ هېوادونه او ٣٠ معتبر نړيوال سازمانونه به پکې ګډون وکړي؛ د افغانستان دولت په ملکي برخو کې د زياتو مرستو غوښتنه وکړي.
برخه وال به تر ٢٠٢٠ م کال پورې له افغانستان سره دخپلو مرستو څرنګوالى وڅيړي او په دې برخه کې به خپلې ژمنې مشخصې کړي.
دافغانستان په باب د بروکسل کنفرانس په داسې حال کې جوړيږي چې دغه هېواد په تيرو پنځلسو کلونوکې د نړيوالې ټولنې د پراخ شتون ډګر دى . خو سره له دې هم د افغانستان ستونزوکمښت نه دى موندلى او ستونزې او ګواښونه هماغه شان په خپل ځاى کې پاتې دي.
که چيرې په وروستيو پنځو لسيزوکې د هېوادونو د اړيکو تاريخ ته پاملرنه و شي؛ افغانستان ددغه هېواد په اړوند د زياتو غونډو او کنفرانسونو د جوړيدو ډګر و. د نړيوالې ټولنې له زياتو مرستو او د هغوى له ژمنو سره سره افغانستان د خپلو ستونزو په حل کولو نه دى بريالى شوى. په دې برخه کې زيات دلايل شتون لري، نړيواله ټولنه د افغانستان په دولت د ناغيړۍ او  د  اداري فساد د زياتوالي تور لګوي. په داسې حال کې چې د افغانستان دولت په بهرنيو مرستو ددغه هېواد د دولت نه مديريت، د بهرنيو لاسوهنو دوام او نا امنۍ د کارونو د ترسره کولو د بهير د کمزورتيا عامل بولي.
د سياسي کارپوهانو په باور: د بروکسل د کنفرانس فضا چې سبا جوړيدونکى دى او دوه ورځې دوام مومي؛ له تيرو کنفرانسونو سره توپير ولري. برخه وال د افغانستان له دولت څخه يو څرګند او دقيق ستراتيژيکي پروګرام غواړي.
دوى ليوال دي په دې پوه شي چې له فساد سره د مبارزې په وړاندې د دغه هېواد د دولت پروګرام څه دى؛ انکشافي پروګرامونه څه ډول دي؛ د مهاجرينو په بيا جذب کې د افغانستان د دولت سياست او چلند څه ډول دى او دا چې دافغانستان دولت په هېوادکې دامنيت دتامينولو او داقتصادي ودې لپاره کوم پروګرامونه ترلاس لاندې لري؟ او نورې پوښتنې چې په يقيني توګه به د برخه والو له خوا طرحه شي.
جمهوري رياست ته نږدې سرچينې وايي چې د ملي وحدت دحکومت مشران د پنځه کلن ملي انکشاف په سند سره د بروکسل په کنفرانس کې ګډون کوي او هلې ځلې به وکړي چې د دغو غونډو د برخه والو هغو ټولو پوښتنو او انديښنو ته ځواب ووايي چې د افغانستان خلکو او دولت ته زيات اهميت لري.
سره له دې چې د افغانستان دولت په بروکسل کنفرانس کې د ګډون لپاره دبشپړ تيارى خبرې کوي؛ خو په دغو غونډوکې د انجوګانو او د غيرحکومتي سازمانونو د شتون په باب نارو سورو په افغانستان کې د زياترو غير حکومتي موسسو او انجوګانو کار نه يوازې شفاف نه دى؛ بلکې اغيزمن هم نه دى.
که چيرې بيا هم دغه موسسې او د انجوګانې د مرستندويو هېوادونو په تمرکز کې ځاى ونيسي؛ له بروکسل څخه به هم زموږ د خلکو هيلې بې خونده وي.
افغان سياسي کارپوهان او د مدني ټولنې فعالان ټينګار کوي چې بايد هغه کسان په بروکسل کنفرانس کې ګډون وکړي چې هم مسووليت، هم صلاحيت، هم طرحه او هم د ويلو لپاره څه ولري.
له بلې خوا په اروپا کې د ميشتو افغان پناه غوښتوونکو مسئله چې زياتره يې بې برخليک دي، د کنفرانس د کار قضايي مخکې له مخکې تر اغيزې لاندې نيولې ده داسې خبرې کيږي چې ځينې هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې د افغان مهاجرينو او پناه غوښتوونکو د قضيې په حل کولو پورې اړوندې بولي. په دې کې د شک ځاى نشته چې د افغانستان دولت په ټولنه کې ددغو افغان پناه غوښتوونکو دبيا ادغام لپاره مسووليت منوونکى دى ، خو د بروکسل دکنفرانس له برخه والو څخه هيله دا ده چې بايد د مهاجرينو له مسئلې څخه د فشار د وسيلې په توګه استفاده ونه کړي.
لکه څنګه چې د افغانستان دولت د خپلو هېوادوالو په وړاندې په خپلو مکلفيتونو پوهيږي؛ لازمه ده چې نړيواله ټولنه په تېره بيا مشخص اروپايي هېوادونه د افغانستان په ګډون د بحران ځپلو هېوادونو او د دغو هېوادونو د پناه غوښتوونکو په وړاندې خپل اخلاقي مسووليتونه درک کړي.
د افغانستان خلک د بروکسل کنفرانس د ګډو نړيوالو همکاريو د دوام لپاره يو بل فرصت بولي او درناوى يې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته