امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي ديرشمه
په غزني ولايت کې تيره شپه دافغان امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
  دغزني ولايت امنيه قوماندان جنرال زړورزاهد باختراژانس ته وويل، په هغې جګړه کې چې دوسله والو طالبانو او دافغان امنيتي ځواکونو ترمنځ ونښته ، دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول يو وسله وال طالب  ونيول شو اوڅو تنه نور يې دشپې له تورتم څخه په تيښتې بريالي شول .
  زاهد زياته کړه چې دغه وسله وال طالبان دغزني ښار په څلورمې ناحيې پورې اړوند ددريم پلان په ساحه کې ددغه ولايت په دولتي تاسيساتو دتروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و چې دامنيتي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه  وسله او مهمات هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته