امنیت

دوه تنه پوليسان په غزني کې د بډو اخيستنې په تور ونيول شول .

کابل باختر  دوري دولسمه :
دوه تنه پوليسان  پرون په غزني ولايت کې د بډې اخيستنې په تور ونيول شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  محمد زمان د باختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه دوه تنه پوليسان  له هغه وروسته  د غزني له جنايي جرمونوسره د مبارزې  د پوليسو له خوا  ونيول شول چې د پکتيکا  _ غزني په لويه  لاره کې  يې د پيسو  د نه ورکولو  په خاطر  يو موټرچلوونکى ټپي کړ .
د غزني امنيه قوماندان له خلکو په تېره بيا له موټر چلوونکو  وغوښتل څو د دغه شان کسانو په پېژندلو او نيولو کې همکاري وکړي .
ده زياته کړه  چې يو  هيئت موظف   شوى دى تر څو د دغه شان افرادو او اشخاصو چې په لويو لارو کې د خلکو او موټر چلوونکو د ځورونې سبب کېږي ، ونيسي .
داپه داسې حال کې ده چې په وار وار  سره موټر چلوونکو په دغه تګلوري  کې د بډې اخيستنې او د امنيت دنه شتون له امله شکايت درلود. ختم _ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته