کابل باختر د لړم دمياشتې ١٦ :
دوه تنه ماين ښخونکي طالبان په ارزګان ولايت کي دماين دښخولو په وخت
کې دخپلو ماينونو دچاونې له امله ووژل شول .
غه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې دغه دوه تنه دخاص ارزګان
دولسوالۍ په لاره کې دماين په ښخولو بوخت و .
دارزګان دامنيې قومانداني ويندوى فريدعايل باخترآژانس ته وويل :
طالبانو غوښتل په يوه ګڼ ميشته لاره کې دماين په ايښودلو سره يو لړخونړي تروريستي بريدونه ترسره کړي .
عايل وويل : ددغو ماينونو دچاودنې له امله يوازې ماين ايښودونکي طالبان وژل شوي دي .
يوبل خبرله مخې : دارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې دنښتې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه نښته تيره شپه هغه وخت وشوه چې وسله والو طالبانو دافغان سرتيرو په کاروان بريد وکړ .
دارزګان سيمه ييز مسوولين وايي په دې نښته کې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى .
1 1 دقیقه لوستل