سیاست

انجنير محمد خان: په هېواد کې د ټولو قومونو د حقه حقونو دفاع خپله دنده ګڼم

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٦ مه
د هېواد د بېلابېلو مليتونو يو شمېر ځوانانو نن د اجرائيه رياست له لومړي مرستیال انجنير محمد خان سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ځوانان چې د ترکمن، عرب، اسحاقزيو او نورو قومونو سره يې تعلق درلود، د خپلو سيمو او خلکو ستونزې د اجرائيه رياست له لومړي مرستيال سره شريکې کړې.
دغه ځوانان چې زياتره يې د هېواد د شمال د ولايتونو اوسېدونکي وو، په خپلو سيمو کې يې د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د اسانتياو د کمۍ شکایت وکړ.
همدا راز د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د کتنې برخه والو ځوانانو ته وويل چې دوی غواړي دولت دې د دوی لاسي صنايعو ته د ودې ورکولو په خاطر دوی ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
دغو ځوانانو زياته کړه چې د ملي يووالي حکومت په تشکليلاتو کې د دوی ونډه د صفر په حساب ده، د ملي يووالي حکومت که غواړي ټول مليتونه د حکومت په تشکيلاتو کې خپله برخه وويني، لازمه ده چې د دوی کدرونو ته په مناسبو پستونو کې ځای ورکړ شي، تر څو دوی د محروميت احساس ونه کړي.
د اجرئیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د دغو قومونو استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی ستونزې د پام وړ وبللې او وويې ویل: په هېواد کې د ټولو قومونو د حقه حقونو دفاع خپله دنده ګڼم، په افغانستان کې میشت قومونه مساویانه حقوق لري او موږ کوښښ کوو چې له قومي تو پیرونو پرته خپل ولس ته خدمت وکړو.
لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان زیاته کړه: د هېواد ټول قومونه او په ځانګړي توګه ترکمن ټبر د افغانستان یو آرام، خیر خواه قوم دی چې د خپل هیواد په جهاد، صنعت، د اقتصاد په لوړ والي او بیارغونه کې ونډه اخیستې ده.
لومړي مرستیال د دغو قومونو استازو ته سپارښتنه وکړه چې د هر قوم له ځوانانو څخه یو استازی را و پېژني تر څو د دوی ستونزو ته په ښه توګه رسیده ګې وشي.
ده د دغو قومونو استازو سره ژمنه وکړه چې له اړمنو ځوانانو سره به د زده کړې په برخه کې همکاري کوي او په هغو سیمو کې چې کلینیک، ښوونځی، د څښاک د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي؛ اړوندو ارګانونو ته هدایت ورکړي تر څو په دې اړه لازم ګامونه پورته کړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته